یوناما په هلمند کې خونړۍ پېښې د اندېښنې وړ بللي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په هلمند کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې خونړۍ پېښې د اندېښنې وړ بللې دي.

یوناما نن پنجشنبه د نومبر ۲۹مه، پر ټویټر لیکلي چې په هلمند کې په یوه وروستۍ اوونۍ کې د کوچنیانو په ګډون د زیات شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو معتبر راپورونه ور رسېدلي او اندېښنه لري.

یوناما ویلي، د جګړې ټولې خواوې مسؤلیت لري چې د نړیوال بشري قانون پر اساس، هر وخت د ملکي وګړو امنیت ته پام وکړي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت امریکايي قواوو پرون تأیید کړه چې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې پر وسله‌والو طالبانو هوايي حمله شوې ده.

د امریکايي قواوو ویاند په دې حمله کې د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر تأیید نه‌کړ.

د هلمند والي وویل چې ملکي وګړو ته تاوان رسېدلی، خو دقیق شمېر یې نه‌دی څرګند.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي عبدالودود پوپل وویل چې په ګرمسېر کې د ملکي تلفاتو شمېر ۳۰ دی.