خلیل‌زاد په جنیوا کې د نړیوالې غونډې هرکلی کړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، د اقتصادي عمل داسې پلان چې د سولې تر موافقې وروسته دې هېواد ته پانګه راوړي، ټولو افغانانو ته د سولې ګټه رسولای شي.

هغه په جنیوا کې د نړیوالې غونډې هرکلی کړی دی.

خلیل‌زاد نن پنجشنبه د نومبر ۲۹مه، پر ټویټر ولیکل:

"دا چې نړیواله ټولنه په جنیوا کې راټوله شوه، د افغانستان حکومت‌یې اصلاحاتو ته وهڅاوه او د خپل ملاتړ ډاډ یې ورکړ، مثبته خبره ده."

د امریکا حکومت د سپټمبر په وروستیو کې زلمی خلیل‌زاد د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکه.

خلیل‌زاد له هغه راهیسې د افغانستان په جګړه کې د دواړو ښکېلو خواوو له استازو سره د خبرو لپاره دوه واره کابل او دوحې ته تللی دی.