نصرت رحیمي: په کابل کې پر «G4S» امنیتي کمپ حمله پای ته ورسېده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې پر «جي. فور. اېس» امنیتي کمپ د ترورېستانو وسله‌واله حمله پای ته ورسېده.

په‌دې کمپ کې ۳۳۰ افغانان او بهرنیان یرغمل نیول شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل:

"متأسفانه په‌دې حمله کې ۱۰ کسه وژل شوي چې ۶ افغانان، یو بریتانوی وګړی او درې نور مجهول‌الهویت دي. په حمله کې ۲۷ تنه زخمیان دي چې ۱۱ نیپالیان، ۵ انګلیسان او پاتې افغانان دي."

حمله نن سهار په څلور نیمو بجو پای ته ورسېده او څلور وسله‌وال کسان چې حمله‌یې کړې وه، ټول وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، نصرت رحیمي وویل چې امنیتي ځواکونو په‌دې کمپ کې د یرغمل شویو وګړو امنیت ته د اندېښنې له امله په چټکۍ کار نه‌شو کولای او له دې امله نښتې تقریباً ټوله شپه دوام وکړ.

د حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی دی.