د امریکا د کانګرس سنا جرګې پرون د یوه پرېکړهلیک ملاتړ وکړ چې له مخې یې د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ له ائتلاف څخه د امریکا د پوځي ملاتړ د پای ته رسولو لپاره بحث ته لاره پرانیزي.
دغه پرېکړهلیک ته ۶۳ سناتورانو مثبتې او ۳۷ منفي رأیې ورکړې.
په مثبتو رأی ورکوونکو کې ۱۴ جمهوري غوښتونکي سناتوران هم شامل دي.
دغه پرېکړهلیک په سنا جرګه کې پهدې اړه نورو بحثونو ته لاره پرانیزي او ښایي د تصویب لپاره رأیې اخیستو ته هم وړاندې شي.
دغه پرېکړهلیک له ولسمشر ټرمپ څخه غواړي چې په یمن کې د القاعده ډلې ضد عملیاتو پرته له سیمې نور ټول امریکایي ځواکونه وباسي.
د دغه پرېکړهلیک له مخې ټرمپ باید د یمن په جګړه کې له سعودي عربستانه د امریکا پوځي ملاتړ په ۳۰ ورځو کې پای ته ورسوي.
د امریکا د سنا جرګې له دغه اقدام سره هممهاله پرون د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د تړلو دروازو تر شا په یوه استماعیه غونډه کې برخه اخیستې وه او له سنا یې غوښتي و چې دغه پرېکړهلیک دې نه راپورته کوي.
د یمن په درې کلنه کورنۍ جګړه د لسګونه زره کسانو د وژل کېدو تر څنګ د دې هېواد میلیونونه وګړي له لوږې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې «سېف دې چلډرن» څو ورځې مخکې وویل چې د روانې جګړې په نتیجه کې د رامنځته شوې لوږې او ناروغیو له امله شااوخوا ۸۰ زره ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.