سرحدي: په پکتیا کې د صنعتي پارک د جوړولو مقدماتي چارې بشپړې شوي

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو ریاست وايي، په پکتیا کې د صنعتي پارک د جوړولو مقدماتي اداري چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به صنعتکارانو ته په‌کې د ځمکو وېش پیل شي.

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو رئیس نقیب‌الله سرحدي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په راتلونکي ۱۳۹۸ مالي کال کې د دې پارک لپاره ۱۰۵ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.

د نوموړي په خبره، تر اوسه په‌دغه پارک کې د پانګونې په هدف ۱۴۰ سوداګرو خپل غوښتن‌لیکونه دوی ته سپارلي دي.