د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، دی دا نهردوي چې د خپل کمپاین پخوانی مشر پال منافورټ به چې روانه اوونۍ د امریکا د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د تحقیقاتو په ترڅ کې بیا په نښه شوی، نهبخښي.
مولر له روسیې سره د ټرمپ د ۲۰۱۶ میلادي کال د انتخاباتي کمپاین د اړیکو د ادعا په اړه تحقیقات کوي.
ټرمپ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه وویل، ده د منافورټ د عفوې پر مسئلې بحث نهدی کړی، خو دا موضوع به د خپل مېز له سره لیرې نهکړي.
۶۹ کلن منافورټ چې د روان میلادي کال په دوبي کې په بانکي او د مالیې په چارو کې په درغلۍ تورن شوی و او په سپټمبر میاشت کې هم د مولر لهخوا رسماً د پیسو په سپینولو او توطئې تورن شو، د څو کلونو ان د څو لسیزو بند له سزا سره مخامخ دی.