عبدالله: د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره جدي اقدامات شوي

د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، افغان حکومت د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره جدي اقدامات کړي دي.

عبدالله عبدالله پرون د جنيوا د دوه ورځني کنفرانس په پاى کې د وينا پر مهال وويل:

"د افغانستان حکومت د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان ملي ستراتېژي جوړه کړې ده. هيله‌مند يو د دې ستراتېژۍ په عملي کېدو سره بالاخره په افغانستان کې اداري فساد تر ډېره حده پورې کم شي."

ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې په افغانستان کې ناامني لاهم د ډېرو کارونو په وړاندې لوى خنډ وباله.

د جنيوا په کنفرانس کې د ٦١ هېوادونو او ٣٥ نړيوالو سازمانونو استازو، دغه‌راز د مدني ټولنې، خصوصي سکټور او د مطبوعاتو غړو برخه اخیستې وه.

دغه کنفرانس چې د سې شنبې په ورځ پيل شوى و، پرون چهارشنبه د يوې ګډې اعلاميې په تأييد سره پاى ته ورسېد.