افغان چارواکي وايي، په کابل کې پرونۍ چاودنې لږ تر لږه ١٠ کسان وژلي او ١٩ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
حمله د صنعتي پارکونو ساحې ته څېرمه د امنيتي قرارداديانو پر يوه کمپاونډ شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وويل، تر موټر بم حملې وروسته نامعلوم شمېر وسلهوال کمپاونډ ته ننوتلي وو او له افغان امنيتي ځواکونو سرهيې وسلهواله حمله هم کړې ده.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ازادي راډيو ته وويل، حمله د «G4S» په نوم پر يوه "پوځي کمپ" شوې ده.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"د صنعتي پارکونو په ساحه کې د بهرنيو ځواکونو پر «G4S» کمپ موټر بم چاودنه شوې ده. تر چاودنې وروسته سم دلاسه چې د ډزو غږونه هم اورېدل کېدل، پوليس سيمې ته لاړل او کلابندهيې کړه."
وسلهوالو طالبانو د دې حملې مسؤليت منلى دى.
ځينو سرچينو ويلي، د حملې هدف د «G4S» په نوم يوه بريتانوۍ امنيتي قراردادي کمپنۍ وه.
دغې امنيتي کمپنۍ ويلي چې دوى په کابل کې د هغو دفترونو امنيت ټينګوي چې د بريتانيا مربوط دي.