د هلمند چارواکي مني چې په ګرمسېر کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند چارواکي مني چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو پر مهال ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي محمد یاسین وایي، په ګرمسېر کي افغان ځواکونو د هغه وسله‌والو پر ضد عملیات پیل کړي دي چې تازه د همسایه هېوادونو نه ګرمسېر ته د جنګ له‌پاره راغلي وو، خو نوموړي د کوم هېواد نوم نه‌دی اخیستی.

والي زیاته کړه، په دې عملیاتو کې چې تېره ورځ پیل شوي، د طالبانو یو شمېر مهم کسان وژل شوي دي.

ښاغلي یاسین ازادي راډیو ته وویل، د دې عملیاتو پر مهال ځیني هوایي بریدونه هم شوي دي چې له امله‌یې یو کور نړېدلی او ملکي کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده‌یې شمېره دقیقه نه‌کړه، خو د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د دغه هوایي برید پر مهال چې تېره شپه ناوخته رامنځته شوی دی، ټول ۲۳ کسان وژل شوي دي چې ۱۷ ملکيان او ۶ نور طالبان دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.