ولسمشر غني په جنیوا کې: د فساد په برخه کې مبارزه روانه ده

د افغانستان په اړه د جنیوا اصلي غونډه نن پیل شوه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په‌دې غونډه کې د وینا پر مهال په افغانستان کې په ترسره شویو اصلاحاتو ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې لاهم دغه اصلاحات روان دي.

ولسمشر غني وایي، د فساد په برخه کې مبارزه‌یې روانه ده او په‌دې ترڅ کې د ده په خبره د لوړپوړو چارواکو په ګډون په فساد تورن کسان محاکمه شوي دي.

ښاغلي غني د اقتصادي ودې په برخه کې د عوایدو د ډېرېدو خبره وکړه او زیاته‌یې کړه:

"سږ کال د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره د شرایطو سموالی تأیید شوی دی. نړیوال بانک په خپل راپور کې موږ د هغو هېوادونو په سر کې راوستلي یو چې د اصلاح لپاره هڅې کوي."

ولسمشر غني دغه‌راز وویل د افغانستان قانون اطلاعاتو ته د لاس‌رسي په برخه کې یو تر ټولو له ښو قوانینو څخه پېژندل شوی دی.

ولسمشر غني د امنیتي او کمانډو ځواکونو د ډېرېدو خبره هم وکړه، خو نوموړي دغه‌راز د هغو هېوادونو له قربانیو هم مننه وکړه چې په افغانستان کې یې ورکړي دي.

د دې غونډې لومړۍ ورځ پرون سې شنبه وه.

په ټوله کې د دې غونډي د جوړېدو هدف دا دی چې افغان حکومت د خپلو لاسته راوړنو راپور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړی.

حکومت تمه ښودلې چې وکولای شي د راتلونکو دوو کلونو په مخه د نړیوالې ټولنې مرستې جلب کړي.