سرچینه: کندهار، ارزګان او زابل کې ۱۳ وسله‌وال وژل شوي

کندهار، ارزګان او زابل کې ۲۰ وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله‌والو ته ياده مرګ ژوبله د کندهار په ميوند، د ارزګان په دهراود او د زابل په شاجوی ولسواليو کې اوښتې ده.

سرچينه وایي، په يادو درېيو ولایتونو کې د ملي پوځ په عملياتو کې ۱۳ وسله‌وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په‌دغو عملياتو کې د وسله‌والو د چاودېدونکو توکو دوه ډک موټرونه او وسلې هم له‌منځه وړل شوې دي.

طالب وسله‌والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.