پکتیا کې د جلغوزیو ځنګلونو د بیا احیا لپاره هڅې ګړندۍ شوي

پکتیا کې د جلغوزیو ځنګلونو د بیا احیا لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې دوی په‌دې ولایت کې د جلغوزیو د ځنګلونو د بیا احیا لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

د یاد ریاست چارواکي وایي چې په‌دې ولایت کې د جلغوزیو د ځنګلونو د بیا احیا لپاره د دې ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په منډهیر قوریه کې په پلاستیکي کڅوړو کې ۲۰ زره جلغوزي کرلي دي چې وروسته بیا د دې ولایت د جلغوزیو ځنګلونو د بیا احیا په پار ورڅخه ګټه پورته کېږي.

پکتيا د افغانستان د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دی چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له‌منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا احيا کولو په هڅه کې دي.