افغان ولسمشر افغان او نړیوال پانګه‌وال پانګونې ته وهڅول

افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان او نړیوال پانګه‌وال په افغانستان کې ګڼو فرصتونو ته په کتو په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول او هغوی ته‌یې ډاډ ورکړ چې حکومت به د دوی د پانګونو د خوندیتوب په ګډون ټولې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د جمهوري ریاست د وېب‌پاڼې د معلوماتو پر اساس، محمد اشرف غني دا خبرې تېره ورځ له غرمې مخکې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر کې د خصوصي سکټور استازو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

جمهور رئیس غني د خپلې وینا پر مهال په افغانستان کې د کانونو، برښنا، کرنې او نورو برخو کې شته ظرفیتونو ته په اشارې افغان او نړیوال پانګه‌وال په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول.

محمد اشرف غني خصوصي سکټور د افغانستان د دولت هم شریک‌باڼی وباله او زیاته‌یې کړه، حکومت د مشارکت، پانګونې او فعالیت په موخه خصوصي سکټور ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.