ټرمپ ښايي له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره لیدنه لغوه کړي

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ښايي د روسیې له‌خوا د اوکرایني کښتۍ چلوونکو د نیولو پر سر له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره لیدنه لغوه کړي.

ټرمپ له واشنګټن پوسټ سره په یوه مرکه کې چې پرون ناوخته خپره شوې دې خبرې ته اشاره کړې ده.

له دې مخکې تمه وه چې ډونالد ترمپ له ولادمیر پوتین سره په ارجنټاین کې د جي شل هېوادونو په سرمشریزه کې وګوري.

د جي شل سرمشریزه د نومبر په ۳۰مه د ارجنټاین په بونیس ایرس ښار کې جوړېږي.

د نومبر په ۲۵مه د روسیې پوځ د اوکراین د سمندري پوځیانو درې بېړۍ سره له کښتۍ چلوونکو ونیولې.

د روسیې یوې محکمې هم پرون حکم کړی چې له نیول شویو ۲۴ کښتۍ چلوونکو ۱۲ تنه د دوو میاشتو لپاره بندیان شي.

په اوکرایني کښتیو د روسیې دې برید او ورپسې د اوکرایني کښتۍ چلوونکو نیول کېدو د اوکراین حکومت سخت غصه کړی دی.

ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د روسیې او اوکراین ترمنځ په دې لانجه کې د اوکراین ملاتړ کړی.