نن د افغانستان په اړه د جنیوا اصلي ناسته ترسره کېږي.
په دې ناسته کې چې د افغانستان په وخت د غرمې په ۱۲ نیمو بجو پیلېږي تمه ده افغان حکومت د خپلو لاسته راوړنو راپور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.
حکومت تمه ښودلې چې وکولای شي د راتلونکو دوو کلونو په مخه د نړیوالې ټولنې مرستې جلب کړي.
افغان ولسمشر اشرف غني به د غونډې پرانیستونکې وینا وکړي او ورپسې به د مالیې وزیر همایون قیومي د حکومت لهخوا د رامنځته شویو اصلاحاتو او لاسته راوړنو معلومات وړاندې کړي.
د افغان سولې په اړه هم په نننۍ غونډه کې بحث کېږي.
نړیوالې ټولنې له افغانستان سره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د بروکسل په نړیوال کنفرانس کې د ۱۵ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالرو ژمنه اعلان کړې وه او نن له افغان حکومته غواړي چې د خپلو کارونو راپور وړاندې کړي.
تمه ده په ۲۰۲۰ میلادي کال کې هم نړیواله ټولنه یو ځل بیا د ۲۰۱۶ میلادي کال په څېر د مرستو ژمنې اعلان کړي او د جنیوا کنفرانس چې د دغو دواړو نېټو ترمنځ ترسره کېږي په تېرو کړنو او راتلونکو مسایلو څرخېږي.