دری امریکايي پوځیان نن سې شنبه د غزني ښار ته نېږدې په چاودنه کې ووژل شول.
له دې سره سږکال په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي عسکرو شمېر ۱۲ ته لوړ شو.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې ویلي چې په چاودنه کې درې امریکايي پوځيان زخمیان شوي دي.
د پېښې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
په نننۍ چاودنه کې د امریکا یو ملکي قراردي هم زخمي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته بیول شوی دی.