ولسمشر غني د جنیوا په غونډه کې نړیوال وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

نن د سویس په جنيوا ښار کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی کنفرانس چې سبا یې اصلي ورځ ده، پرانيستل شوی.

افغان ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او ورسره دولتي او د مدني ټولنې پلاوو یې په دې کنفرانس کې چې مشري یې د افغانستان حکومت او ملګري ملتونه په ګډه کوي، ګډون کړی دی.

د جنيوا د کنفرانس په اړه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما د ځانګړې ویب پاڼې له مخې، نن د افغانستان د مختلفو برخو په اړه فرعي غونډې پلان شوې چې په ځینو کې یې د افغانستان د حکومت دواړه مشران ګډون کوي.

ولسمشر اشرف غني نن د خصوصي سکټور په اړه غونډه کې ګډون وکړ.

اشرف غني د دې غونډې ګډونوالو ته په وینا کې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ودې او خنډونو او له دې سکټور سره د نړیوالې ټولنې د مرستې په باب مفصلې خبرې وکړي.

غني د خبرو په یوه برخه کې د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته د افغانستان د تولیداتو د صادرولو لپاره د څو هوایي دهلېزونو د پرانيستلو په ترڅ کې په وروستیو کې چین ته د هوایي دهلېز د پرانيستلو یادونه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان ۳۰۰ ټنه جلغوزي د لومړي ځل لپاره دې هېواد ته ته صادر شول چې له دې سره د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې چې جلغوزي تولیدوي، د دغه محصول په وړاندې د خلکو نظر هم بدل شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ده زیاته کړه:

"لومړی چین او وروسته اروپا ته دغه مستقیمه اړیکه په پکتیا، خوست پکتیکا، لغمان، ننګرهار او په نورستان کې د بدلونونو په معنی ده."

د غني په وینا، د افغانستان جلغوزي په پټه او ښکاره پاکستان ته وړل کېدل او له هغه ځایه پاکستان په خپل نوم نورې نړۍ ته صادرول، خو اوس خلک پوهېږي چې دې محصول نړیوالو بازارونو ته مستقیماً له افغانستانه لاره موندلې ده.

افغان ولسمشر په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو، کرنې، طبعي زېرمو، د انرژۍ د تولید او په یو شمېر نورو برخو کې د فرصتونو یادونه وکړه چې د ده په وینا، کولای شي چې د نړیوالو په لږې پانګې سره دا هېواد د ثبات او سوکالۍ لارې ته سیخ او په سیمه کې په یوه اتصالي هېواد بدل کړي.

غني بهر ته د صادراتو د چټک پرمختګ لپاره د افغانستان لس ډوله تولیدات چې نړیوال یې پېژني، مهم وبلل او ویې وویل:

"د ژر بریا لپاره موږ پر هغو لسو تولیداتو سمدستي تمرکز کوو چې نړیوال یې پېژني، خو ډېره لږه پانګونه کولای شي چې زموږ د کلنيو صادراتو اندازه چې اوس شااوخوا ۸۵۰ ميلیونه ډالره ده، په څلورو کلونو کې ۴ ميلیاردو ډالرو ته اوچته کړي."

ولسمشر نړیوال وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ده وویل:

"افغانستان نن بل افغانستان دی، موږ د کاروبار لپاره تیار یوو او زه هیله مند یم چې تاسو هم د شراکت لپاره."

د افغانستان د خصوصي سکټور په اړه تر دې غونډې مخکې د ولسمشرغني مېرمن بي بي ګل غني هم نن په یوې بلې غونډې کې ګډون وکړ چې د پرمختګ پر لوري د افغان ښځو د مسلکي روزنې تر عنوان لاندې جوړه شوې وه.

مېرمن غني د دغې غونډې ګډونوالو ته په وینا کې له ټولو مرسته کوونکو مننه وکړه چې د افغان مېرمنو د وړتیاو د زیاتولو په برخه کې یې مرسته کړې ده.

بي بي ګل غني

بي بي ګل وایي:

"موږ د هغو مرستو منندوی یوو چې تاسو تر اوسه له موږ سره کړي او هیله مند یوو چې دغه اوسنی بحث موږ ټولو ته لارښونه وکړي چې ستاسو له مرستو لا په اغېزمن ډول استفاده وکړو."

بي بي ګل غني د افغان ښځو د پیاوړي کېدو لپاره له نړیوالو مرستو د لا اغېزمني استفادې هیله په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا سرپلوټونکي ادارې سیګار څه موده مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې د افغان ښځو د پیاوړي کېدو لپاره د امریکا د نړیوالو پراختیایي چارو له ادارې USAID په لسګونو ميلیونو ډالرو څخه سمه استفاده نه ده شوې او یوازې د ګوتې په شمار ښځو ته د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره روزنه ورکړل شوې ده.

دغه راز نن په جنيوا کې په نورو فرعي غونډو کې د افغانستان په یو شمېر نورو برخو کې هغه پرمختګونه چې دې هېواد له نړیوالې ټولنې سره د بروکسل د ۲۰۱۶ کال په کنفرانس کې کړي، ارزول کېږي.

د خوراکي مصؤنیت او د وچکالۍ په وختونو کې د معیشت او

خلک په حرکت کې د بېرته ستنېدو او په ټولنه کې د مدغم کېدو په اړه غونډو کې به د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ګډون وکړي.

په پام کې ده چې په جنيوا کې د فساد ضد، د پرمختګونو او د بشري حقوقو په ګډون د یو شمېر نورو مسایلو په اړه هم غونډې وشي، خو د کنفرانس اصلي ورځ سبا ده.

په دې کنفرانس کې د جمهوري ریاست په وینا، د نړۍ د نېږدې سلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.