عزیزي: د سمنګان د ډبرو سکرو عواید ۲۵ سلنه زیات شوي

د سمنګان محلي چارواکي په دې ولایت کې د ډبرو سکرو د عوایدو له ۲۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ووېل چې نسبت تېر کال ته د روان مالي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د دې ولایت د ډبرو سکرو په عوایدو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

هغه ووېل چې په روان کال کې یې د ډبرو سکرو له استخراجه حکومت خزانې ۲ میلیارده ۹۳ میلیونه ۸۱ زره او دوه سوه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

ښاغلي عزیزي په دې اړه وويل:

"د سمنګان د ډبرو سکرو په عوایدو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی چې اساسي لامل یې د ډبرو سکرو په استخراج کې زیاتوالی او د هغو ښه خرڅلاو دی."

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وايي چې د ډبرو سکرو د عوایدو د زیاتوالي اساسي لامل د ډبرو سکرو په استخراج کې زیاتوالی دی.

د ښاغلي عزیزي په باور، د کانونو د استخراج د قانون پر بنسټ باید د ډبرو له سکرو د ترلاسه شویو عوایدو پنځه سلنه په دې ولایت کې پر پراختیایي پروژو ولګول شي چې سیمه ییز چارواکي غواړي چې په دې پیسو د دره صوف بالا او ایبک ترمنځ غځېدلی سړک بیا ورغول شي، خو تر دې دمه دې غوښتنې ته چارواکو مثبت ځواب نه دی ویلای.

په عین حال کې د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري وايي چې د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو لویه برخه په غیر قانوني ډول د محلي زورواکو له خوا په خپلسري توګه استخراجېږي.

هغه وویل چې د سمنګان له مرکز ایبک ښار سره د دره صوف ولسوالۍ په لاره د دولت مخالفو وسله والو هم د ډبرو سکرو د انتقال له کاروانونو باج اخلي.

سروري یې په اړه زیاته کړه:

"په سمنګان کې د ډبرو سکرو کانونه په خپلسري او غیر قانوني توګه راویستل کېږي چې دولت یې تر دې دمه مخه نه ده نیولې او دا مسئله زمونږ د اندېښنې وړ ده."

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي ازادي راډیو ته په یاد ولایت کې د محلي زورواکو شتون تأیید کړ، خو ویې ویل چې د ډبرو د سکرو د کانونو له استخراجوونکو څخه حکومت مالیه ترلاسه کوي.

په داسې حال کې د سمنګان د ولایتي شورا غړي په دې ولایت کې د ډبرو سکرو د کانونو د غیر قانوني استخراج په اړه اندېښنه څرګندوي چې د معلوماتو پر اساس چې هر کال د کانونو د غیر فني او خپلسري استخراج له وجې ډېر شمېر کان کيندونکي وژل کېږي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی