واشنګتن په هلمند کې د وژل شوي امریکایي عسکر ستاینه وکړه

په واشنګتن کې پرون دوشنبه د هغه امریکايي عسکر د خدمت ستاینه وشوه چې د شنبې په ورځ په هلمند کې ووژل شو.

۲۵ کلن لیناردو جاسو د واشنګټن اوسېدونکی و.

هغه دوه ځلې مخکې هم په افغانستان کې خدمتي دوره کړې وه.

د واشنګټن والي پرون په یوه بیان کې وویل چې امریکا د لیناردو پر خدمت او قربانۍ فخر کوي.

هغه د واشنګټن سټېټ د چیلان کونټي اوسېدونکی و چې ۲۰۰۰ استوګن لري.