د پروان د امنیت امر ضیاالرحمن فایض سیدخېلي ویلي چې د هغه ولایت د ملي امنیت ریاست په کار کې کمزورتیا د بګرام د هوايي ډګر امنیت له تهدید سره مخ کړی دی.
د بګرام هوايي اډې ته تېره شپه دوه راکټونه وروتوغول شول چې د ښاغلي سیدخېلي په وینا، تلفات نهلري او د بهرنیو ځواکونو لهخوا شنډ شوي دي.
د پروان د امنیت امر نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په وروستۍ یوه میاشت کې د بګرام هوايي ډګر ته لږترلږه ۱۰ راکټه ورویشتل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو ادعا کړې چې پرون د بګرام پر هوايي ډګر په راکټي حملو کې بهرنیو ځواکونو ته تاوان رسېدلی دی.