د ناسا یوه سفینه په تېرو شپږو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره د مریخ پر غولي کېناسته.
د ناسا کارکوونکو پرون هغه مهال د خوښۍ چیغې او نارې وکړې چې د انسایټ «InSight» په نوم له دې سفینې څخهیې د مریخ استوا کرښې ته نږدې پر پراخه ورشو د کېناستو سېګنالونه ترلاسه کړل.
له دې یوه دقیقه وروسته انسایټ په یو سیلفي عکس کې د خپل چاپېریال تصویر راواستاوه.
د دې سفینې د استولو هدف د سرې سیارې په ژورو کې دننه تحقیقات او پهدې اړه د معلوماتو راټولول دي چې مریخ څنګه جوړه شوه.
ساینسپوهان وايي چې انسایټ له اتموسفیر څخه تر غولي پورې واټن په ۷ دقیقو کې وواهه بې له ستونزې کېناسته.
مریخ له ځمکې ۳۰۱ میلیون مایله لیرې دی او سفر یې شپږ میاشتې وخت اخلي.
مریخ ته د انسایټ د استولو ټول لګښت یو میلیارد ډالره و او دا مأموریت به د ځمکې په حساب په دوو کلونو کې چې د مریخ له یو کال سره برابر دی بشپړ شي.