د اوکراین پارلمان پرون دوشنبه د هغه قانون مسودې ته مثبته رأیه ورکړه چې له مخې یې پهدې هېواد کې ۳۰ ورځې پوځي حالت جاري کېږي.
دغه اقدام ورورسته له هغې کېږي چې روسي ځواکونو په توره بحیره کې د روسیې لهخوا تر کنټرول لاندې د کریمیا په سواحلو کې پر اوکرایني کښتیو ډزې وکړې او ۲۳ ماڼوګانیې ونیول.
له دغې پېښې سره د کیف او مسکو ترمنځ کړکېچ یوې نوې کچې ته پورته شوی دی.
په پارلمان کې له تُندو بحثونو وروسته وکیلانو د ولسمشر پترو پروشنکو لهخوا د وړاندې شوي هغې قانوني مسودې چې په هېواد کې دې د ۳۰ ورځو لپاره پوځي حالت جاري شي، ملاتړ وکړ.
۲۷۶ وکیلانو دغه قانون ته مثبتې او دېرشو منفي رأیې ورکړې.
د دغه قانون له مخې چې سر له سبا د نومبر له ۲۸ عملي بڼه خپلوي د یو شمېر ځواکونو د منسجم کولو او د اوکراین د هوایي مدافعې د ځواکونو د پیاوړي کولو او د استخباراتو او ترهګرۍ ضد هڅو په ګډون یو لړ اقدامات شامل دي.
دغه نظامي قانون په هغو سیمو کې عملي کېږي چې د روسیې د احتمالي تېري په وړاندې تر ټولو زیاتې زیانمنونکې دي.
د پارلمان وکیلانو دغهراز ټینګار وکړ چې د اوکراین د ولسمشرۍ انتخابات دې د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په ۳۱مه ترسره شي.