د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» د بشري حقونو کمېټې، له دغه فدراسیونه غوښتي چې په ایران کې د ښځو لهخوا د سړو د ورزشي سیالیو پر نندارې د بندیز د لیرې کولو لپاره دې ضربالاجل وټاکي.
دغې کمېټې پرون په یوه راپور کې وویل چې فیفا باید د دغه ضربالاجل د ټاکلو په اړه په واضحه توګه اقدام وکړي.
په راپور کې ویل شوي چې د ایران لهخوا د دغه بندیز د نهلیرې کېدو په صورت کې دې دې هېواد ته د احتمالي بندیزونو خبرداری ورکړل شي.
په ۱۹۷۹ میلادي کال کې چې په ایران کې اسلامي انقلاب شوی، اکثراً ښځې حق نهلري چې د سړو ورزشي لوبغالو ته لاړې شي.