پنځو نړیوالو مرستندویه ټولنو د دوشنبې په ورځ د امریکا له متحده ایالاتو وغوښتل چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ له ائتلاف سره هر ډول پوځي همکاري ودروي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې، اکسفام، «Care»، د ماشومانو د ساتنې ادارې او د ناروې د کډوالو شورا په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې که د یمن د جګړې ټول اړخونه سمدستي اقدامات ونهکړي، د لوږې له امله د دې وېره شته چې د دې هېواد ۱۴ میلیونه وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
په اعلامیه کې پر دې تأکید شوی چې له لوږې باید په جګړه کې د ملکیانو پر ضد استفاده ونهشي.
دغو ټولنو ویلي چې له ائتلاف څخه د امریکا د ملاتړ پای ته رسېدل به د میلیونونو کسانو ژوند وژغوري.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې د امریکا له ملاتړه برخهمند دی له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد چې ایرانیې ملاتړ کوي، پراخ عملیات پیل کړي دي.