بریتانیا په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره ۲۵ میلیونه پونډه مرسته کوي

د بریتانیا حکومت په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو خلکو سره د خوراکي موادو او نورو اړینو وسایلو مرسته کوي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د بریتانیا د حکومت په وېب‌پاڼه کې خپره شوې د بریتانیا د نړیوالو پراختیایي چارو وزیرې پیني مورداونټ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بریتانیا له هغو په سلګونه زره افغانانو سره د خوراکي موادو، خیمو او پاکو اوبو د برابرولو لپاره ۲۵ میلیونه پونډه نوې مرسته کوي چې په وروستیو کې په‌دې هېواد کې تر ټولو سختې وچکالۍ ځپلې دي.

مېرمن مورداونټ له افغانستان سره د خپل هېواد د نویو مرستو اعلان په داسې حال کې کوي چې نن او سبا به جنیوا د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي.

مېرمن مورداونټ د دې کنفرانس په درشل کې له نورو مرسته کوونکو هېوادونو هم وغوښتل چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې د بریتانیا تر څنګ له افغانستان سره د مرستو ژمنې وکړي.

د بریتانیا حکومت وایي، ۳۵ میلیونه پونډه‌یې سږ کال یوازې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله زیانمن شویو سره د مرستې لپاره ځانګړي کړي چې په‌دې سره به له افغانستان سره سږ کال د بریتانیا د مرستو اندازه ۶۷ میلیونه پونډو ته ورسېږي.