نن په جنیوا کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پرانیستل کېږي

نن د سویس په جنیوا ښار کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس پرانیستل کېږي.

په دغه کنفرانس کې به چې مشري یې د افغانستان حکومت او ملګري ملتونه په ګډه کوي، ګډونوال هغه ستراتېژۍ، مرستې او پرمختګونه ارزوي چې افغانستان او نړیوالې ټولنې د بروکسل د ۲۰۱۶ میلادي کال په نړیوال کنفرانس کې په مختلفو برخو کې پرې موافقه کړې وه.

د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د څه باندې ۱۵ میلیارده ډالرو مرستې ژمنې کړې وې، خو په‌دې کنفرانس کې به له افغانستان سره نوې مرستې نه‌اعلانېږي، بلکې پر هغو پالېسیو او اجنډاوو به تمرکز کېږي چې په نتیجه کې یې افغانستان د سولې، سوکالۍ او ښې حکومتوالۍ لور ته بیایي.

د افغانستان حکومت ویلي چې دې کنفرانس ته‌یې پوره تیاری نیولی او نړیوال به قانع کړي چې هغه ژمنې یې تر ډېره عملي کړي چې په مخکېني کنفرانس کې یې له نړیوالې ټولنې سره کړې وې.

افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس دواړه په‌دې کنفرانس کې چې د ولسمشر د مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په وینا د څه کم سلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي په‌کې برخه اخلي، ګډون کوي.