کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان د سولې په اړه لیکنې خپرې کړي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

په مطلب کې راغلي، نوموړي دغه څرګندونې په تهران کې د ملي یووالي په نړیوال ۳۲م کنفرانس کې کړي دي.

د مطلب لیکوال دا هم لیکلي چې ښاغلي کرزي په‌دغه غونډه کې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه جوړې شوې غونډې او په‌دې برخه کې د امریکا هڅو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې سولې ته اوس هیلې ډېرې شوي او هیله‌مند دی چې اسلامي هېوادونه ترېنه ملاتړ وکړي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې په اړه د یو شمېر سیاسي ګوندونو په حواله لیکلي چې ولسمشر غني د سولې په اړه د سیاسي رهبرانو طرحو ته پام نه‌دی کړی.

په مطلب کې وړاندې د سیاسي ګوندونو او جریانونو د ګډې کمېټې د رئیس محمد ناطقي په حواله راغلي چې ولسمشر سره په‌دې خبرې شوې وې چې د سولې لپاره مشورتي بورډ جوړ شي او پلاوی ورته وټاکل شي، خو په خبره‌یې هغه څه چې دوی غوښتل هغه‌شان نه‌دي شوي.

دغې کمېتې د طالبانو، حکومت، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو ترمنځ د سولې په خبرو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې طالبان حاضر دي چې له سیاسي رهبرانو سره خبرې وکړي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د حکومت یو شمېر پخوانیو چارواکو هم غوښتي چې طالبانو سره د سولې په خبرو کې سیاسي رهبران باید شامل وي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي دي، د افغانستان د سولې او ټیکاو لپاره دې د جنیوا له غونډې اعظمي ګټه واخیستل شي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې افغان حکومت د افغانستان په اړه د نړۍ د ۷۰ هېوادونو د چارواکو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د جنیوا په نړیواله غونډه کې ګډون کړی.

د مطلب لیکوال لیکلي:

په‌دغه غونډه کې باید د نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د یو تل‌پاتې سولې او جګړې د ختمولو لپاره د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ وکړي او دغه‌شان د ترهګرو د ځپلو او د هغوی په ملاتړو هېوادو د فشارونو په برخه کې هم د دغه هېواد تر څنګ ودرېږي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغانستان د سولې په خاطر د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډېدو راپورونو ته په اشارې سره لیکلي:

که د ولسمشرۍ انتخابات د سولې تر راتلو پورې ځنډېږي، دا له یوې خوا په حکومت سیاسي فشارونه زیاتوي او له بله پلوه‌یې مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راولي او نتیجه به‌یې ډېره ښه نه‌وي.