د نوامبر ۲۶مه د هند په ممبی کې د لویې ترورېستي پېښې ۱۰مه کلیزه لمانځل کېږي

د نوامبر ۲۶مه د هند په ممبی ښار کې د لویې ترورېستي پېښې لسمه کلیزه ده او په دې مناسبت نن د دې ښار په بېلابېلو برخو کې یادغونډې جوړې شوې دي.

د ۲۰۰۸ کال د نوامبر په ۲۶ مه نېټه لس کسه وسله وال چې د لشکر طیبه جنګیالي وو، د ممبی ښار په تاج محل هوټل ورننوتل او له مخې یې په خلکو ډزې پیل کړې او وروسته یې یوشمېر کسان یرغمل کړل.

په دې ځای کې ۳۱ کسان ووژل شول، خو دې وسله والې ډلې د ممبی د اورګاډي مرکزي سټېشن، یو رستورانټ چې اکثرا بهرنیان ورتلل او د یهودیانو یو مرکز هم په نښه کړل.

دوی د هند له امنیتي ځواکونو سره درې ورځې جګړه وکړه او دا حمله چې د هند خلک یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه په نیویارک کې د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز له حملې سره تشبه کوي، د وروستي ترورېست په وژنه پای ته ورسېده.

په دې حمله کې ۱۶۶ کسان چې یوشمېر بهرنیان هم پکې وو، مړه او سلګونه نور ټپیان شول او دا ټول جریان د نړۍ مشهورو ټلویزیوني شبکو په ژوندۍ بڼه خپور کړ.

دې ډلې د اوبیروی او ټریډینټ په نوم یو بل هوټل هم په نښه کړ.

هلته یې ۴۲ ساعته مقاومت وکړ، په پای کې یې له ۳۰ زیات کسان ووژل او د یهودانو په یوه کلتوري مرکز کې یې د یوه یهود روحاني او د هغه د امیدوارې مېرمنې په ګډون یې شپږ کسان ووژل.

په یوه غونډه کې پولیسو د هغو لسګونو افسرانو او کومانډو یاد ته درناوی وکړ چې د دې وسله والو پرضد یې عملیات وکړل.

په ځینو ځایونو کې د پېښې قربانیانو او د هغوی کورنیو او مشهورو شخصیتونو د وژل شویو پولیسو په یاد د جوړ شوي څلي مخې ته د ګلانو ګېډۍ کېښودې.

صدراعظم نریندرا مودي وویل، د هند لوی ملت هغو سرتېرو ته د درناوي سر ټیټوي چې د ممبی ښار د برید پرمهال یې له ترورېستانو سره په مېړانه جګړه وکړه.

د ممبی د اورګاډي په مرکزي سټېشن کې هم په یوه غونډه کې د دې برید قربانیانو ته درناوی وشو.

هلته محمد اجمل قصاب او یو بل بریدکوونکي شپېته کسان ووژل او لږترلږه سل نور یې ټپیان کړل، خو قصاب د دې ډلې یوازنی غړی و چې د امنیتي ځواکونو له خوا ژوندی ونیول شو.

نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې په هند کې له محاکمې وروسته اعدام شو.

د ممبی د حملې په قربانیانو کې شپږ تنه امریکایان هم شامل وو او واشنګټن له دې حملې لس کاله وروسته د پاتې بریدکوونکو د نیولو لپاره پنځه میلیونه ډالر جایزه اعلان کړه او له اسلام اباده یې وغوښتل چې د پلانوونکو په نیولو کې یې همکاري وکړي.

متحدایالاتو د لشکر طیبه د مشر حافظ سعید پرسر لس میلیونه ډالر او د دې ډلې د یو بل مهم غړي حافظ عبدالرحمن مکي پرسر دوه میلیونه ډالر جایزه لا پخوا اعلان کړې وه.