افغانستان: نړیواله ټولنه به جنیوا غونډه کې خپلې ژمنې نوې کړي

ولسمشر اشرف غني نن د جنیوا په کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته روان شو.

ارګ وايي، ولسمشر غني به د افغانستان په اړه د دې نړیوال کنفرانس په څنډه کې د یو شمېر ګډونکوونکو هېوادونو له استازو سره لیدنې هم ولري.

د ولسمشر یو ویاند شاه حسین مرتضوي، نن ازادي راډیو ته وویل چې د جنیوا په کنفرانس کې تر ۶۰ د زیاتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د لسګونه مرستندویه ادارو استازي برخه اخلي.

نوموړی وايي:

"دا غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو جوړېږي او په‌کې به د افغانستان او مرستندویه هېوادونو ترمنځ شوې متقابلې ژمنې و ارزول شي. په‌دې غونډه کې د ۶۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ۳۵ مرستندویه ادارو با صلاحیته استازي ګډون کوي."

د افغانستان اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله بیا پرون ماښام د جنیوا په کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته رسېدلی دی.

افغان حکومت به د جنیوا په کنفرانس کې د اصلاحاتو او اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې د خپلو اقداماتو راپور وړاندې کړي.

افغان لوری تمه لري چې نړیواله ټولنه به په دې غونډه کې د افغانستان سره خپلې ژمنې نوې کړي.