د انتخاباتو کمېسیون د ۵ ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون شپه د پنځو ولایتونو د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې اعلان کړې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد په یوه خبري کنفرانس کې د لغمان، کاپيسا، پنجشیر، زابل او نیمروز پایلې ولوستې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر وویل چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړنیو پایلو کې قادر قلاتوال، حمیدالله توخي او زهرا توخي له زابل نه کامیاب شوي.

منیر تره‌خېل، محمد رفیع مموزی، محمد عالم قرار او زیفنون صافۍ د لغمان مخکښ کاندیدان دي.

میرداد خان نجرابي، حیدر افضلي، اقبال صافی او خدیجه الهام هم له کاپيسا څخه په ابتدايي لېست کې راغلي.

په پنجشیر کې زلمی نوري او راحله سلیم بریالي شوي او فریده احمدي او ګل احمد میرزاد هم له نیمروزه تر نورو مخکې دي.

تر دې مخکې د دایکنډي، بامیان، جوزجان، فراه او ارزګان ابتدایي پایلې هم اعلان شوې وې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي بدیع صیاد د رأیو د شمېرلو په اړه د شفافیت د کارونې ډاډ ورکړ او ویې‌ویل، که خلک د ټاکنو په پایلو شکایت ولري کولای شي خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره ثبت کړي.