د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د جنیوا په کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته ځي.
د جنیوا کنفرانس د افغانستان په سولې او ثبات سبا او بله ورځ ترسره کېږي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې افغان مشران د جنیوا په کنفرانس کې په دې هدف ګډون کوي چې د راتلونکو دوو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې هر اړخیز ملاتړ جلب کړي.
ښاغلي خوځون زیاته کړه:
"د جنیوا په کنفرانس کې د ګډون لپاره د هېواد اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د یکشنبې په ماښام «جنیوا ته» سفر وکړ. له هغه مخکې د مدني ټولنې لس تنه غړي تللي دي. نن دوشنبه به هم افغان ولسمشر له یوه پلاوي سره ځي."
د جنیوا په کنفرانس کې به افغان حکومت د اصلاحاتو راپور نړیوالو ته وړاندې کړي.
نړیوالې ټولنې له افغان حکومته له اداري فساد سره مبارزه، عدلي او قضايي اصلاحات او په سیاسي پروسو کې د ښځو د مشارکت لوړول غوښتي وو.