د القاعده شبکې شپږ مشکوک غړي پرون په یمن کې د یوې بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.
امنیتي چارواکو او د سیمې اوسېدونکو ویلي، دا پېښه په البیده ولایت کې شوې ده.
دوی ویلي، د القاعده دوه سیمهییز مشران او څلور وسلهوال وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره امریکايي پوځیان په متداومه توګه په ډرون حملو سره په یمن کې د القاعده شبکې وسلهوال په نښه کوي.
القاعده شبکې په یمن کې د حوثیانو او حکومت ترمنځ له جګړې نه د ځان په ګټه کار اخیستلی او لا یې خپلې لیکې پیاوړې کړې دي.