د اوکراین پارلمان نن دوشنبه د دې هېواد د نظامي شورا په سپارښتنه د یوه پوځي قانون د جوړولو د بحث لپاره فوقالعاده غونډه کوي.
اوکراین دا ګام وروسته تر هغې اخلي چې روسي ځواکونو پرون په تور سمندر کې د کریمیا ټاپو وزمې په سواحلو کې پر یو شمېر اوکرایني کښتیو ډزې وکړې.
د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو پرون د پوځي شورا له غونډې وروسته وویل، دی د نوي پوځي قانون د معرفي کولو ملاتړ کوي، خو په خبرهيې د نوي پوځي قانون معنی دا نهده چې اوکرایني ځواکونه به حتماً تعرضي عملیات کوي.
اوکراین وايي، روسي ځواکونو د دوی پر دوه جنګي کښتیو ډزې کړي، ۶ سرتېري يې ژوبل کړي او ۲۳ يې نیولي دي.
بل لور ته متحده ایالاتو ویلي دي چې د اوکراین او روسيې ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه به نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه وکړي.