د کابل امنیه قوماندان: د کابل د نن ورځې لاریونوالو له ۲۰ ډېر پولیس ټپیان کړي

انځور تزئیني بڼه لري/ ارشیف

د کابل امنیې قوماندان په دغه ولایت کې د یوه سیمه ییز قوماندان د نیول کېدو په غبرګون اعتراضیه لاریونونه ویر اچونکي بولي وايي د لاریون کونکو په ډزوشل پولیس ټپي شوي دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د یکشنبې د ورځې له غرمې وروسته د یوه سیمه ییز قوماندان د نیول کېدو په غبرګون کې لاریونونو ته راووتل.

خو د کابل امنیه قوماندان دا اعتراضیه لاریونونه د قانون خلاف بولي.

سید محمد روشندل د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، لاریون کوونکي پولیسو ته له خبر ورکولو پرته واټونو ته راووتل او د ښاري نظم د ګډوډېدو سبب شول.

ده وویل:

"دا ډار اچونکي دي، مظاهره خپل یو قانون لري، له هغو څو کسانو پرته چې د مزاري په مصلی کې راټول شوي وو، مظاهره يې وکړه، خو هغه نور چې واټونو ته راووتل او د پولیسو پوستو ته يې اور ورته کړ او یا يې پولیس په ډزو وویشتل چې په نتیجه کې يې له شلو ډېر پولیس ټپي شوي، دوی ډار اچونکي دي او د عمومي نظم د ګډوډولو لپاره کوڅو ته راوتلي وو."

ښاغلی روشندل ټینګار کوي چې علي پور له دې امله نیول شوی چې هغه د یوه غیر مسؤله وسله وال ګروپ مشري کوله.

لاریون کوونکي چې شمېر يې زرګونه تنه ښودل شوی، د یکشنبې په ورځ د کابل په دشت برچي او دهمزنګ سیمو کې لاریونونو ته راووتل.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د کابل پولیسو د دهمزنګ په سیمه کې ښار تهد لاریون کوونکو د ننوتلو مخنیوی کاوه چې په دې حال کې ډزې وشوې.

لاریون کوونکي وايي چې علي پور نومي سیمه ییز قوماندان د یکشنبې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

دوی د علي پور خوشې کېدل غواړي او وايي چې د هغه تر خلاصېدو پورې به اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د دوی په وینا، دا اعتراضیه راوتنه د کوم کس یا ډلې له خوا نه رهبري کېده، بلکې خلک په خپله راووتل.

لاریون کوونکي وايي، علي پور د خلکو د دفاع په خاطر د وسله والو مخالفینو پر وړاندې ودرېدلی او په غیر قانوني کړنو کې لاس نه لري.

یوه لاریون کوونکي د شعار د ورکولو په وخت کې ویل:

"مونږ هغه خلک یوو چې د بې عدالتۍ پر وړاندې ودرېږو او ظالم له خاورې سره خاورې کوو، مونږ له قید او شرط پرته د علي پور خوشې کېدل غواړو."

له دې سره د سولې د عالي شورا رئیس او د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي د علي پور نیول یو غیر سنجیده او ناسم عمل بللی دی.

د ده له خوا د خپرې شوې اعلاميې په یوه برخه کې راغلي:

"زما باور دا دی چې غوصه پاروونکي اقدامات د ستونزې حل لار نه ده، ځکه نو اوسنۍ ټولنیز، امنیتي او سیاسي وضعیت ته په کتو له افغان حکومت او اړوندو بنسټونو څخه غواړم چې د قومي مشرانو سره د خبرو او اساسي حل لار موندلو پورې علي پور خوشې کړي، څو د نورو ټولنیزو ستونزو د را ولاړېدو مخنیوی وشي."

کریم خلیلي

​کریم خلیلي په دغې اعلاميې کې خلکو ته په خطاب ویلي دي:

"په هوښیارۍ وضعیت ته پام کوئ او داسې خلکو ته اجازه مه ورکوئ چې له داسې فرصتونو څخه په استفادې په پټه یا ښکاره سمتي او یا قومي تاوتریخوالي ته لمن ووهي."

په ځينو سیمه ییزو رسنیو کې علي پور قوماندان په میدان ودرګو کې د سیمه ییزو پاڅون کوونکو مشر بلل شوی دی.

له دې وړاندې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي رسنیو ته ویلي وو چې دا قوماندان په ځينو ناامنیو کې لاس لري.

خطیبي د روان کال د میزان په میاشت کې دا هم ویلي وو چې له مرکز کابله د علي پور د نیول کېدو امر ورکړل شوی دی.

هغه مهال ده د علي پور د نیول کېدو لپاره د عملیاتو خبر هم ورکړی و، خو وروسته هغه عملیات ناکام تمام شول.

راپور: یوسف خان ځدراڼ