غني: له طالبانو سره د سولې د خبرو هدف دا نه دی چې اوسنی حکومت به ړنګېږي

افغان ولسمشر وایي، له طالبانو سره د سولې د خبرو هدف دا نه دی چې اوسنی حکومت به ړنګېږي، بلکې هدف دا دی چې د جګړې دغه مهم لوری په یوه سیاسي جریان بدل شي.

اشرف غني په دفاع وزارت کې د سوق او ادارې په مرکز کې د مرکز او ولایتونو د پوځي او امنیتي ادرو له مشرانو او قوماندانانو سره د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې په افغانستان کې د روانې جګړې او سولې په اړه د حکومت د لیدلوري او تګلارې په اړه رڼا واچوله.

ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې د احتمالي خبرو د پیلېدو په اړه وویل:

"هدف دا نه دی چې طالبان حکومت ړنګ کړي، بلکې هدف دا دی چې طالبان د خلکو په منځ کې جذب شي او په یوه سیاسي جریان بدل شي، دولت او د نظام پایښت مهم دي، نظام به دوام کوي او که په راتلونکې کې د اساسي قانون د ځینو مادو پر تعدیل بحث مطرح کېږي، هاغه به هم د همدې نظام په چوکاټ او د قانون مطابق ترسره کېږي."

له طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وروستیو څو پړاونو د خبرو له ترسره کېدو وروسته، په ځینو راپورونو کې د افغانستان په اساسي قانون کې د تعدیل او طالبانو ته د یو شمېر سیمو د سپارلو په ګډون، د طالبانو د ځینو شرطونو یادونه شوې، خو ولسمشر اشرف غني په نننیو خبرو کې دا بیخي واضح کړه چې له طالبانو سره خبرې له قید او شرط پرته کوي، خو سوله شرطونه لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ده زیاته کړه:

"باید ووایم چې موږ له قید او شرط پرته خبرې غواړو، نه له قید او شرط پرته سوله، باید یو بشپړ وضاحت موجود وي، سوله قید او شرط لري او خبرې له قید او شرط پرته دي، هر ډول سوله د افغانستان د ملي یووالي د حکومت او د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه ده."

افغان ولسمشر د سولې د هڅو په برخه کې نړیوالو فشارونو ته په اشاره وویل چې اوسنی نظام هغه د نجیب د وخت نظام نه دی چې د یوې امپراطورۍ له خوا را منځته شوی، بلکې دغه نظام له نړیوالې ټولنې سره د ګټو په اساس همکاري کوي او د نظام د پاشل کېدو وېره نشته.

ښاغلي غني دغه راز د امنیتي او دفاعي چارو مشرانو ته په خبرو کې وویل چې دی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د همدې لپاره دلته راغلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د حکومت په لیدلوري او تګلارې رڼا واچوي او سبا سویس ته ځي چې د جنيوا په کنفرانس کې به هم په دې برخه کې په همدې ګډ دریځ او ملي لیدلوري تاکید وکړي.

ټاکل شوې چې د جنیوا کنفرانس د راتلونکې سې شنبې او چهارشنبې په ورځ په جنيوا کې جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې به چې د نړۍ د څه باندې شلو هېوادونو او سازمازنونو استازي ګډون کوي، په افغانستان کې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په اړه د افغانستان د حکومت لاسته راوړنې وڅېړل شي او نړیواله ټولنه به هم په راتلونکې کې له دې هېواد سره نوې ژمنې وکړي.