د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله وايي، د موقت حکومت د جوړولو خبره بې وخته ده او پر وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدل یوازنۍ لار ده.
ښاغلي عبد الله دا څرګندونې نن یکشنبه د امنیتي او قضايي چارواکو او بهرنیو سفیرانو د اجرائيه کمېټې په غونډه کې وکړې.
نوموړي وویل، د جنیوا په را روان کنفرانس کې به له نړیوالو سره هغه څه شریک شي چې دا وخت په افغانستان کې روان دي.
د دغې ګډې کمېټې چې لوتفا نومول شوې، مرستیال ژسلین وویل، د دی ګډې اجرائیه کېمټې د کار هدف په افغانستان کې د وضعیت ښه کول او د خدماتو د وړاندې کولو لپاره د ښو زمینو برابرول دي.