ولسمشر غني او عبدالله عبدالله له امنیتي مسؤلینو سره ویډیویي خبر کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله نن د دفاع وزارت د سوق او ادارې له مرکز څخه د کابل او ولایتونو د امنیتي ادارو له مشرانو او قوماندانو سره د ویډیو کانفرانس له لاې خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست بیان وايي، ولسمشر د افغان هوايي ځواک د لا تجهیز او ځانګړو ځواکونو د شمېر پر زیاتوالي ټینګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې کومانډو ځواک دې تعرضي عملیات زیات کړي.

ولسمشر غني دغه راز په خوست ولایت کې د ملي اردو په یوې لوا د وروستي برید په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه.

دفاع وزیر طارق شاه بهرامي افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس عبد الله او عبد الله ته وویل چې د دولت وسله والو مخالفانو په دې ورستیو کې په ارزګان، غزني، فراه او فاریاب کې د پراخو بریدونو هڅه وکړه، خو افغان ځواکونو پر شا وتمبول.