په لوګر ولایت کې ملکي تلفاتو د دغه ولایت د اوسېدونکو او د ولایتي شورا د غړو اندېښنې راپارولي دي.
د لوګر ولایتي شورا په دغه ولایت کې د ملکي تلفاتو په زیاتېدو اندېښنه ښیي او وايي چې له هرې ممکنې لارې باید د دغو تلفاتو مخه ونیول شي.
د لوګر د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دغه ولایت کې په دوو پرله پسې عملیاتو کې څه باندې لسو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلی وکیل وايي، د دغه وضعیت دوام د یوه لوري په ګټه هم نه دی او ناوړه پایلې به ولري.
ده وویل:
"په دې وروستیو کې په لوګر ولایت کې د ملکي کسانو تلفات د اندېښنې وړ دي او د دغه وضعیت دوام به ناوړه پایلې ولري، دغه حالت موږ ته د ملنو نه دی، دغه عملیات چې په دې وروستیو کې پلان شوي، پرته له دې چې د افغانانو ترمنځ واټن زیات کړي، د افغانانو او سولې په ګټه نه دي."
دغه اندېښنې په داسې حال کې راپیدا کېږي چې د لوګر د ولایتي شورا د مسؤلینو په خبره، د دغه ولایت د پل علم اړوند د پاد خواب شاهانه په کلي کې د امنیتي ځواکونو د یکشنبې د شپې په عملیاتو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي او یو شمېر یې امنیتي ځواکونو له ځانونو سره بیولي دي.
تېره اوونۍ هم د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند د اب بازک په سیمه کې په ورته عملیاتو کې ۷ ملکي کسان وژل شوي او ګڼ ټپیان شوي وو چې دغه عمل د لوګر د اوسېدونکو غبرګون راپارولی و.
د لوګر ولایتي شورا وايي، د دغه ولایت د التيمور په سیمه کې په یوې بله امنیتي پېښه کې۶ ملکي کسان وژل شوي او درې ټپیان شوي دي.
مخکې له دې هم په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړو او عملیاتو کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې خبرونه خپاره شوي دي.
د لوګر والي انورخان اسحاقزی په دغه ولایت کې د ملکي کسانو مرګ وژوبله یوه ستونزه ګڼي او وسله وال طالبان هم پکې ښکېل ښيي.
محمد انور خان اسحاقزی
نوموړي وویل:
"لویه ستونزه دا ده چې وسله وال مخالفین خپل عملیات له هغو ځایونو چې جوماتونه او د هستوګنې کورونه پکې وي، پلانوي چې په دغو عملیاتو کې هم ملکي کسان وژل کېږي، یو پلاوی مو استولی او د لازمو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به جدي اقدام وکړو، په هره بڼه چې وي، باید د ملکي کسانو د تلفاتو مخه ونیول شي، د سپین سرو، ماشومانو او ښځو وژل له اسلامیت او انسانیته لېرې دي."
بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی هغه سیمې چې ملکي کسان پکې اوسېږي، د مرچل په توګه نه کاروي او د خلکو ژوند ته پام کوي.
لوګر د کابل ولایت په جنوب کې پروت یو ناامنه ولایت دی چې وسله وال طالبان پکې فعال دي.
خو دوه اوونۍ مخکې د دغه ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې د داعش د جنګیالیو د ځای پرځای کېدو خبرونه هم خپاره شول چې د خلکواندېښنې یې نورې هم جدي کړې دي.
راپور: خان محمد سیند