د فرانسې ولسمشر له پولیسو سره شخړه کوونکي مظاهره چیان وغندل

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون هغه مظاهره چیان وغندل چې په دې وروستیو کې يې له پولیسو سره شخړه کړې ده.

ولسمشر مکرون نن یکشنبه په یوه ټوېټ کې ویلي دي چې شرم دی، هغو ته چې پر پولیسو يې برید وکړ، شرم دی، هغو ته چې د ملکیانو او ژورنالستانو پر وړاندې يې تاوتریخوالی وکړ.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي، په پاریس کې د شنبې د ورځې په مظاهره کې شااوخوا اته زره کسانو برخه درلوده چې له پولیسو سره په شخړو کې ۱۹ کسان ژوبل شول او لسګونه ونیول شول.

که څه هم مظاهرې له لومړي سره پر ډیزلو د ماليې د لوړوالي له امله پیل شوې وې، خو وروسته د ولسمشر ایمانوئل مکرون د پالېسیو پر ضد په لاریونونو باندې بدلې شوې.