پاکستان وايي چې د افغانستان په اړه د جنیوا په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینې جنجوعه وویل چې د روانې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې به د افغانستان د سولې او پرمختګ په نړیوال کنفرانس کې د پاکستان یو جګپوړی پلاوی ګډون وکړي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د دې کنفرانس هدف دا دی چې د افغانستان له خلکو او حکومت سره د سولې او سوکالۍ په برخه کې د دوی له هلوځلو سره پیوستون وښودل شي او د افغان حکومت د پرمختګ او اصلاحاتو لپاره خپلې ژمنې تازه کړي.