واشنګټن پوسټ: افغان حکومت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کولو توان لري؟

سټار اينډ سټرایبس:

امریکايي ورځپاڼې سټار اينډ سټرایبس په دوو پېښو کې د یوه امریکايي او دوو افغان سرتېرو وژل کېدو ته په اشارې لیکلي، د امریکا پوځ تأیید کړه چې یو پوځي یې په افغانستان کې وژل شوی، خو پوځ په دې اړه په خپل بیان کې نه دي ویلي چې دا پوځي د افغانستان په کوم ځای کې وژل شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، د دې پوځي له وژل کېدو سره په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شویو بهرنیو پوځیانو شمېر ۹ تنو ته ورسېد.

حاضردمه په افغانستان کې شااوخوا ۱۵ زره بهرني پوځیان مېشت دي.

سټار ايند سټرایبس ورځپاڼې همداراز کښلي چې نړیوالو ځواکونو د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو سره په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او اوس د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر ضد د جګړې مسؤلیت د افغان ځواکونو دی او دا ځواکونه د نړیوالو پوځیانو له لوري روزل کېږي.

دې ورځپاڼې د دوو افغان پوځیانو د وژل کېدو په اړه لیکلي چې دا دوه تنه پرون شنبه هغه مهال ووژل شول چې د افغانستان د دفاع وزارت یوه هليکوپتر ته په کندهار کې تخنیکي ستونزه پېښه شوه.

ورځپاڼې د طالبانو د ادعا یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې دا ډله وايي چې د ملي اردو دا هليکوپټر دوی ویشتی دی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا په خوست ولایت کې د ملي اردو د لوا په جومات کې د جمعې د ورځې د خونړۍ حملې یادونه کړې چې ۲۷ تنه پکې ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

ورځپاڼه وايي چې دې برید یو وار بیا د افغانستان د استخباراتي ادارو وړتیا له پوښتنې سره مخامخ کړه.

د افغانستان ولسمشر په یوه بیان کې چې ارګ خپور کړ، دا برید غندلی او د هغه په اړه یې د تحقیقاتو امر کړی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په دوام کې کاږي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تشدد زیاتېدا دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د افغانستان حکومت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کولو توان لري؟

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي کال د حمل په ۳۱ مه نېټه وشي.