په کورمه ايجنسۍ کې د وروستۍ خونړۍ حملې مسؤلیت داعش واخیست

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په کورمه ايجنسۍ کې د وروستۍ خونړۍ حملې مسؤلیت د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش واخیست.

د کورمې ایجنسۍ په کلايي سیمه کې د جمعې په ورځ په یوه مارکېټ کې په انتحاري حمله کې ۳۵ تنه ووژل شول او تر ۵۰ زیات زخمیان شول.

د کلايي اکثر اوسېدونکي شیعه ګان دي.

د پاکستان پولیسو تر حملې وروسته وویل چې چاودېدونکي مواد د ترکارۍ په یوه صندوق کې مارکېټ ته ور وړل شوي وو.

خو داعش پرون شنبه د نومبر په ۲۴مه پر خپله ویبپاڼه اعماق کې ادعا وکړه چې په کلايي حمله کې د دوی وګړي کړې وه.

داعش ادعا کړې چې په حمله کې ۵۷ شیعه ګان وژل شوي او ۷۵ تنه شیعه ګان زخمیان شوي دي.