په اوکراین کې پرون د هغې قحطۍ ۸۵ یمه کلیزه وه چې له امله یې ميلیونونه اوکراینیان مړه شول.
دې وچکالۍ ته هولودومور ویل کېږي.
د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو او د هغه مېرمنې مریانا پرون شنبه د نومبر په ۲۴مه د کیيف ښار په میخایلیفسکا میدان کې د هولودومور یادګاري څلي ته د غنمو له وږو او سرو ګلانو جوړه شوې غونچه کېښوده.
په دې ورځ واشنګټن وویل چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې په ملاتړ روان تشدد غندي.
واشنګټن وویل،د اوکراین خلک ارمان لري چې له غرب سره یو رنګ شي، خو مسکو یې د شنډولو هڅې کوي او غواړي چې د اوکراین د خلکو ملي هویت له منځه یوسي.
خو مسکو داسې انتقادونه چې هولودومور د اوکراین د خلکو قتل عام و، رد کړي دي.
د پخواني شوروي تر واک لاندې اوکراین کې له ۱۹۳۲ تر ۱۹۳۳ میلادي کلونو له ۳ تر ۷ ميلیونه وګړي له لوږې مړه شول.
د روسیې حکومت ردوي چې د پخواني شوروي چارواکو د اوکراین د خلکو د وژلو هڅه کړې وه او ادعا کوي چې په هغه کال کې د سختې وچکالۍ له امله په اوکراین کې فصلونه کمزوري یا وچ شول او د پخواني شوروي په نورو جمهوریتونو کې هم خوراکي مواد کم وو.