رویا رحماني د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان نوې سفیره وټاکل شوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري نن شنبه په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال د مېرمن رویا رحماني دا ګمارنه تأيید کړه.
اغلې رحماني له دې وړاندې په اندونیزیا کې د افغانستان سفیره وه.
رویا رحماني د کولمبیا او مک ګیل په پوهنتونو کې زده کړې کړي دي.