ارګ: افغانستان له لاسته راوړنو سره د ژنیو په کنفرانس کې برخه اخلي

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغانستان به له ښکاره لاسته راوړنو سره د ژنیو په کنفرانس کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د ژنیو دوه ورځنی کنفرانس د راتلونکې سې او چهارشنبې په ورځو کې ترسره شي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په کابل کې يوې خبري ناسته وویل چې،په دغه کنفرانس کې به افغان چارواکي د هغو ژمنو د عملي کېدو په اړه افغان ولس او نړیوالو ته معلومات ورکړي چې د افغان حکومت لخوا شوي دي.

د ښاغلي چخانسوري په خبره،د خصوصي سکتور په برخه کې اصلاحات کې،د عوایدو زیاتوالی، شفافیت،د فساد سره مبارزه او سوداګرۍ ته د زمینې مساعدول هغه لاسته راوړنې دي چې افغان حکومت به یې د ژنیو په کنفرانس کې مطرح کړي.

ټاکل شوې په دغه ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ګډون وکړي.