د بریتانیا په جنوبي ساحل کې د ایراني کډوالو یوه بېړۍ ژغورل شوې

ارشیف

د بریتانیا په جنوبي ساحل کې د ایراني کډوالو یوه اته کسیزه ډله چې په یوې وړې بېړۍ کې سپره وه، په اوبو کې له ډوبېدو وژغورل شوه.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کسان چې دوور ښار ته نېږدې ژغورل شوي دي، اوس تر څېړنو لاندې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ایراني کډوال له کومې لارې د بریتانیا اوبو ته ننوتي وو.

دوه ورځې مخکې څلور نور ایراني ګډوال هم هغه مهال د بريتانیا د بحري ځواکونو له خوا وژغورل شول چې بېړۍ یې په ډوبېدو وه.

بریتانیايي رسنیو خبر ورکړی چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ۹۳ تنه ایراني کډوال له وړو بېړیو په ګټې اخیستنې سره نوموړي هېواد ته تللي دي.