چارواکي: د یوې افغان پوځي الوتکې د نسکورېدو پېښې ۲ تنه وژلي

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت یوه پوځي الوتکه نن سهار د ناستې پر مهال له فني ستونزې سره مخ شوه چې دوه تنه پکې ووژل شول او دوه نور ټبیان شول.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې دغه پېښه د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې شوې ده.

د ښاغلي جاوید په خبره، د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوي دي.

تېره میاشت هم د دفاع وزارت یوه هلیکوپټره د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې رانسکوره شوه چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول.

دفاع وزارت هغه مهال وویل چې یاده هلیکوپټره هم د فني ستونزې له امله له غره سره وجنګېده او بیا رانسکوره شوه.