د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، تر راتلونکې اوونۍ پورې به د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش اعلان کړي.
د انتخاباتو د کمېسيون مشر ګلاجان عبد البدیع صیاد تېر ماښام په یوې خبري غونډه کې د ولسي جرګې لپاره د پنځو ولایتونو د ټاکنو د پایلو د اعلانولو پر مهال وویل:
"د جمهوري ریاست د انتخاباتو د مهالوېش پر جوړولو زمونږ کارکوونکي زیات مصروف وو، وروسته له هغې چې له اړوندو ارګاونو سره د بودجې، تخنیکي او عملیاتي مسئلو په اړه سلامشورې وکړو، ان شا الله راتلونکې اوونۍ به هغه مهالوېش هم له خلکو سره شریک شي."
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د اوسني اعلان له مخې، ټاکل شوې ده چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکې کال د حمل د میاشتې په ۳۱ مه وشي.