د جنیوا په کنفرانس کې به د افغان سولې په روانو هڅو هم خبرې وشي

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په اړه د جنیوا په راروان کنفرانس کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان د سولې په روانو هڅو هم خبرې او بحثونه وشي.

په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو استازي ټوبي لینزر پرون په جنیوا کې وویل، د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل په اړه د نړیوالې ټولنې همغږي بې سابقې ده او د سولې لپاره زیات فرصتونه رامنځته شوي دي.

ښاغلي لینزر وویل، د افغان ولسمشر او لوېدیځو ډیپلوماتانو له څرګندونو ښکاري چې د افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.

د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس د راتلونکې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو کې جوړېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د جنیوا په کنفرانس کې ګډون کوي.