نا معلومو وسله والو په سوریه کې ۲ ژورنالستان وژلي

د سوريي په ادلب ولایت کې پرون دوه ژورنالستان چې د حکومت او هم د وسله والو یاغیانو له منتقدانو څخه وو، د نا معلومو وسله والو په برید کې ووژل شول.

د سوريي د بشري حقونو د څار ډلې چې له لندنه فعالیت کوي، ویلي دي چې راید فارس او حمود الجنید د ادلب ولایت په کفر نبیل ښارګوټي کې په ډزو له ټپی کېدو وروسته ساه ورکړه.

د بشري حقونو دا ډله وايي، پر دې دواړو ژورنالستانو نا معلومو وسله والو چې په یوه موټر کې سپاره وو، ډزې وکړې.

د سوريي د ادلب ولایت له نیمايي زیاته برخه د تحریر الشام وسله والې ډلې تر واک لاندې ده او پاتې سیمې يې د ترکيې پلوه وسله والو په کنټرول کې دي.